نظارشورا ولې د مقاومت او جهاد لوبه توده ساتي ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

دا چې ولې د پنجابي اووه ګونو او ایراني اتو ګونو جهادي تنظیمونو منځ کې یوازې نظارشورا او جمعیت ، د مقاومت او جهاد لوبه توده ساتي د اندیښنې او پاملرنې وړ خبره ده . نظارشورا او جمعیت ځان د جهاد او مقاومت شارګ او نور جهادي تنظیمونه بدل او ځان اصل بولي. د دوی په اند جهاد او مقاومت نن سبا یوازې دوی ته پاتې دی ، جهادي تنظیمونه په نورو سوداګریو بوخت دی . د دوښمن مخې ته یوازې دوی سپر دي ، که دوی نه وي جهاد او مقاومت اوبه وړی ! جهاد او مقاومت چې له پیله ترې نظارشورا او جمعیت جلا انځور درلود او د خپلو ځانګړو ګټو لپاره يي کاروه ، خو اوسمهال هغه د خپلو لنډمهاله او ستراتیژیکو ګټو لپاره د غوڅې وسیلې پتوګه بولي . مخکې هم جهاد او مقاومت د دوی لپاره د کرکې ، بېلتونپالنې او سیکټاریستې ګټو لپاره یوه وسیله وه خو نن بیا حالاتو ته په پام جهاد او مقاومت دوی ته د یادشویو موخو لپاره نوې لوري او افقونه پرانیځي ! نظارشورا نن مقاومت په نوې منځپانګې سره د مرکزي دولت د ټینګېدو هڅو د مخنیوي لپاره کاروي ، په داسې حال کې چې جهاد بیا په لویه کچه د افغانستان د تجزيي ، په تاجیکستان ( ۱ ) او ایران د هیواد د پلورلو هڅو ته بېل شوی دی . مقاومت ددې لپاره کیږي چې دولت له منځه خوسا کړي ، جوړېدو او ټينګېدو ته يي پرنږدي . کار اهل کار ته نه بلکې د مقاومت او جهاد پر بنسټ د کار ویش ادامه ولري . په دولتي او حکومتي مهمو پستونو کې د نظارشورا او په تېره بیا د پنجشیر سړیخواره کینولې وساتي . د دولت چارواکي چې د جهاد او مقاومت په خم کې نه وي غوټه شوي ، که په پوهه کې له خولې اور وغورځوي او کار کې ستړیا ونه پيژني ، د مقامت او جهاد په ښوونځي کې دوه توته ارزښت نلري. د معاصر دولت د دندو پر ځای باید د امر صاحب ( احمدشا مسعود ) د غلا ، چور او سړي وژنې لارې چارې مخې ته یووړل شي . د احمدشا مسعود په ښوونځي کې پالل شوي کادرونه د هر مرض دوا او د هر ستړې امسا ده . یوازې د نظارشورا پلویان او لارویان هره غوټه پرانیستلای او هر سنګر فتحه کولای شي ! نو ځکه دوی غواړي چې د مرکزي دولت پښې ځمکې ته ونه رسیږي ، پیاوړی او غښتلي نه شي او د افغانانو او نړیوالو منځ کې نوم بدي ، رسوا او ناکام وي . یانې مقاومت د حکومت او دولت سبوتاژ ته بېل شوی . خو د جهاد خبره بیا د نظارشورا او جمعیت له نظره نوره هم پراخه او پیچلې ده . هغه ستراتیژیکو او اوږدمهالو ګټو او موخو ته په پام کې نیول کیږي . نظارشورا او جمعیت د جهاد تر نوم لاندې افغانستان په نښه کوي . جهاد باید افغانان د ملي ګټو په پيژند او حصول کې له پښو راوغورځوي . دلته جهاد د افغانستان د تاریخ ، پيژند او شتون په ضد کاریږی . البته دوی پخوا هم جهاد د همداسې موخو لپاره پیل کړی و . له هغه ځایه چې د جهاد لوبه د دوی لپاره کاري وختله اوس غواړي د هغې منځپانګه په نویو تاکتیکونو ، شعارونو او چلوټو پیاوړې کړي ترڅو د وخت له غوښتنو سره سمون ولري . د سیپټمبر په ۱۳ مه ډبل عبدالله او ضیا مسعود د کابل طب پوهنتون کې زده کوونکوته په ویناوو کې همدا شان زهر پاشي . دې غونډه کې احمد ضیا مسعود د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال د مجاهدینو پرمشرانو د نیوکې په ترڅ کې وايي « رهبران مجاهدین پس از برگزاری کنفرانس بن، بدون هیچ دلیلی میراث معنوی، سیاسی و نظامی ملت افغانستان « مقاومت و جهاد ! لیکونکی » را دودست به گروه کوچکی که از غرب آمده بودند، تسلیم کردند. » دلته ضیا مسعود له تېر مقاومت او جهاد څخه د ځان په ګټه نوی تعریف وړاندې کوي . مسعود غواړي ووايي چې د مجاهدینو او مقاومت خېلو پخوانۍ نقشه چې افغانستان به ختموي ولې نیمګړې پاتې شوه . مسعود خېل پوهیږي که د مقاومت او جهاد لوبه توده وي ، تصمیم به دوی نیسي او پلي کوي به يي نور مجاهدین ، توطيي او چلوټې به د دوی وي خو مختوري به يي د نورو مجاهدینو وي . په دې صورت کې نظارشورا په اسانۍ سره کولای شي هغه کسان چې غواړي افغانستان وژغوري د مجاهدینو او مقاومت خیلو په مټ له میدان څخه لرې وساتي او د مجاهدینو تر ماسک لاندې واک او ځواک لکه څنګه چې تر اوسه پورې دوی سره دی په راتلونکې کې هم ټول له دوی سره پاتې وي . خوله دې څخه زیاته د خندا وړ خبره د امید او تغییر د اتلاف ښاغلي مشر( ! ) ډبل عبدالله ده ، نوموړی وايي « من در آن زمان حامد کرزی را یک شخصیت جهادی میدانستم و به این باور بودم که او میتواند وحدت ملی را در میان تمام اقوام افغانستان به وجود آورد و به همین دلیل ، از او کورکورانه حمایت کردم. » د عبدالله په ګومان څوک چې جهادي شخصیت او بیا مشرهم وي ملي یووالي ( داسې ملي یووالی چې نظارشورا يي غواړي ) ښه پرځای کولای شي . خو ده هېر کړي چې په ۹۰ ومو کلونو کې رباني هم جهادي شخصیت او هم د دولت مشر و ، خو واکمنۍ کې يي نه یوازې د ملي یووالي سیوری شتون نه درلود بلکې هغه مهال جمعیت او نظارشورا ، افغانان یو د بل غوښو ته کینولي وو. چا چې د پنجاب او ایران په جاسوسی مدرسو کې زده کړه کړې وي ، له هغوی څخه د افغانانو منځ کې د کرکې ، دوښمنۍ او جګړې پرته بله تمه یوه بابیزه خبره ده ! ډبل عبدالله دې غونډه کې د مجاهد او مقاومتچي له سنګره نورې ډزې هم کوي ، وړاندې ځي او وايي « من در میان رهبران جهادی بیشترین حمایت را از کرزی میکردم و بدون حمایت من از او(کرزی) غیرممکن بود که او ده سال به کرسی ریاست جمهوری تکیه بزند. » د ډبل عبدالله د لاپو برعکس د طالبانو له ماتې روسته نظارشورا او جمعیت ، لس کاله د مرکزي دولت د ټیګښت د مخنیوي په موخه وجنګېدل . نظارشورا د مرکزي دولت د پاتې راتلو اوماتې لپاره له هیڅ وسیلې څخه ډډه نه ده کړې . دوی او نورمجاهدین لکه چینجي دولت له منځه خوري ، خو طالب او نور ترهګر يي بیا له بهر څخه ! ډبل عبدالله د ولسمشرۍ په دوهم پير ټاکنو کې د ایران او نورو په مرسته ښه زور وواهه خو ټاکنو کې پاتې راغی او کله چې يي خپله ماتې ولېده په پای کې له ټاکنو وتښتید . دا چې وايي کرزی دده او نظارشورا په مرسته ټاکل شوی ، د خندا وړ او جامو سره د افغانانو په سترګو کې ورننوتل دي . همدارنګه عبدالله عبدالله د نوي نسل د بېلاریتوب لپاره وايي « آمر صاحب شهید را به خاطر اشتباهات ما قضاوت نکنید، چون ما خویش، قوم و دوست آمر صاحب هستیم و اشتباه میکنیم؛ اما او مانند ما نبود. » دلته ډبل عبدالله له مسعود څخه بت جوړوي او مسعود داسې موجود بولي چې له اشتبا پاک دی او فتیشیزم ( بت پالنې ) ته پنا وړي . خو عبدالله هیروي څنګه چې دیګ هسې ټېپر ، څنګه چې غر هسې کربوړی ! که احمدشا مسعود خپله د زمردو ، لاجوردو غل نه وای نو نورو لارویانو به يي ولې غلا کوله . د رباني او احمد شا مسعود په واکمنۍ کې څو ځلې د کابل شاهزاده سرای چور شو . په دې پيسو کې د احمدشا مسعود په ګډون دوی ټول شریک وو . د کابلښار چور تالان د مسعود په لارښوونه او د هغه د یارانو په ګډون وشو. د چور او تالان په زرګونو پېښو ، د بیت المال او ارشیف په غلاوو ، د خلکو په وژنو او عام قتل کې مسعود او ډله يي یو شان مسولیت لري ! نظارشورا غړي حتی پکول هم د مسعود پشان اغوندي ، پټو هم د هغه پشان پر اوږو اچوي . د فهیم ، عبدالله ، قانوني ، احمدولي ، ضیا او د نظار شورا د نورو لوړپوړو غړو تقریبآ ډېر خویونه ، کړه وړه او سلوک احمدشا مسعود ته په یوه یا بله بڼه ورته پاتیږي . عبدالله چې ځان د مسعود د قوم او سیمې بولي ، ځان د هغه لاروی شمیري او ځوانانو ته لارښوونه کوي چې د مسعود په لار لاړ شي نو د غلا ، چور او انسانوژنې پرته د مسعود په لار کې کومه بله ښېګڼه شته چې ځوانانو ته بېلګه شي ؟ د داسې روزنې پایله به څه وي ؟ د ځوانانو بېلاريتوب ، د مشر لار د کشر پوله ! بلخوا ښوونځي او پوهنتونونونه ددې ځای نه دی چې شرګډي ، کرکه اچوونکي او بېلتونپالان هلته پریښودل شي چې تنکیو ځوانانو ته بېلارې خبرې ورزده کړې او هغوی د ځان پشان په کرکه او دوښمنۍ کې وروزي . پوهنتون او ښوونځي د زده کړې او روزنې ځای دی . دا چې عبدالله وايي « مسعود شهید دنیایی را برای ما کشت کرد؛ اما ما این کشت آماده را نتوانستیم درو کنیم ؛ پس فرد فرد ما در حوادث بعد از شهادت آمر صاحب مسوول و مقصر هستیم. » مسعود خو د کرکې ، دوښمنۍ ، ورور وژنې او بېلتونپالنې کښت کرلی دی او نظارشورا او د هغې په سر کې عبدالله ، فهیم ، قانوني او نورو شریکباڼو هغه ښه په درځ پاللی ، نو عبدالله له دې زیات څه غواړي او مسعود له دې نور څه غوښتل ! اخځونه : ــ ( ۱ ) : افغان ـ جرمن انلاین بریښناپاڼه « د ر جستجوی تاجیکستان بزرګ » له مقالې څخه : د بروس ریچاردسن لیکنه ، د ښاغلي رحمت اریا ژباړه ــ خاوران بریښناپاڼه د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر ۱۷ مه
September 18th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات